IQNA

طالبان هیڅکله هم له امریکې سره د دوستۍ غوښتونکي نه دي

16:11 - October 28, 2023
د خبر لمبر: 3488181
ایکنا-(تهران) د افغانستان د طالبانو د پوځ لوي قوماندان فصیح‌الدین فطرت نن په پنجشیر ولایت کښې د «مسئول نظام او هوسا ولس» په نامه غونډه کښې څرګنده کړه چې د افغانستان واکمن حکومت له امریکې سره دوستي نه غواړي.

ایکنا نیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د حکومت د پوځ لوې درستیز په دې خبرې سره چې امریکا په نړۍ کښې د بشري حقوقو ترټولو ستره خلاف ورزي کونکې ده، وویل چې کابل له واشنګټن سره د دوستۍ غوښتونکی دی.

فصیح‌الدین فطرت نن په پنجشیر ولایت کښې د «مسئول نظام او هوسا ولس» په نامه غونډه کښې څرګنده کړه چې د افغانستان واکمن حکومت له امریکې سره دوستي نه غواړي.

د طالبانو د پوځ لوې درستیز همداشان وویل: امریکې په تیرو لسیزو کښې د افغانستان په خلکو ظلم وکړ او اوس هم تل د صهیونیسټي رژيم په ملتیا د فلسطین د خلکو خلاف په جنایتونه لګیا ده.

ښاغلي فطرت له ځمکې، هوا او سمندر څخه د صهیونیسټي رژيم له خوا په غزې باندې سختې بمبارۍ ته په اشارې سره وویل: نن سبا صهیونیسټان په فلسطیني مسلمانانو باندې د ایټم بم په اندازه بمونه غورځوي او بایډن یې سمدستي هرکلی هم کوي.

هغه د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو خلاف د بشري حقوقو د ارګانونو په چپتیا باندې په نیوکې سره، دغه سازمانونه د مسلمانانو خلاف د ظلم لپاره اوزارونه وبلل.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i140636

captcha